چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ښوونځیو پیل، ستونزې او مسوولیتونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 23, 2022
in تبصرې
0
امریکا ولې لا هم داعش ته کمپاین کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د پوهنې وزارت وايي چې نن به د افغانستان په ټولو سړو سیمو کې ښوونځي، مدرسې او نور رسمي ښوونیز مرکزونه پیل شي. پوهنې وزارت په دې تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د ښوونکو او زده کوونکو ټولو حقونو ته ژمن دي. په اعلامیه کې که څه هم نه دي ویل شوي چې د نجونو ښوونځي به هم پرانیستل کېږي،‌ خو د پوهنې وزات ویاند له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې سبا به د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.

د پوهنتونو له پرانیستلو وروسته د ښوونځیو پرانیستل یو مهم او ارزښتناک ګام دی او په دې ډول د افغانستان د خلکو یوه اساسي غوښتنه پورې کېږي. په دې سره د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنه هم پوره کېږي چې په پرله‌ پسې ډول یې له اسلامي امات څخه کوله. آن ځینو خو تور لګاوه چې اسلامي امارت نه غواړي چې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.‌ له نیکه مرغه دا دی چې ښوونځي پیلېږي او په دې سره د میلیونونو زده کوونکو پر مخ د تعلیم دروازه پرانیستل کېږي. د ښوونځیو پرانیستل د خلکو د ژوند په مختلفو اړخونو مثبت اغېز کوي. ځینې کورنۍ له دې امله له افغانستان څخه وتلې چې اولادونو ته یې د زده کړو زمینه نه وه برابره شوې، خو اوس به د ښوونځیو په پرانیستلو سره ډېرې کورنۍ بهر ته له تګ څخه ډډه وکړي. د ښارونو او کلیوالو سیمو پر سرکونو او کوڅو د ډلې ډلې هلکانو او نجونو لیدل به خلکو ته مثبته روحیه ورکړي، خوشالي به ورسره زیاته شي او په ټوله کې دا چاره د خلکو پر روحیه او آن اقتصاد مثبت اغېز کوي.

د ښوونځیو له پرانیستو سره سم باید د پوهنې په برخه کې شته ستونزو ته جدي پام وشي. همدا اوس میلیونونه زده کوونکو لا هم له زده کړو بې برخې دي. دوی په تېر کې د جګړې، لوږې او یا هم د ښوونځیو د نشتوالي له امله له زده کړو محروم وو. اوس پکار ده چې په ټول افغانستان کې زده کوونکي ښوونځي ته لاسرسی ولري. په هغو سیمو کې چې ښوونځي نشته او یا هم کم دي،‌ پکار ده چې په شدت سره کار وشي، څو دا ستونزه حل شي.‌ د ښوونکو کمښت دویمه ستونزه ده چې پکار ده چې جدي پام ورته وشي. دا ستونزه آن په کابل ښار کې په دې کچه ده چې په ځینو ښوونځیو کې پر یوه وخت یو ښوونکی باید دوو او دریو ټولګیو ته درس ورکړي. په کلیوالو سیمو کې هم دا ستونزه احساسېږي. ددې تر څنګ په ځینو سیمو کې عامه پوهاوي ته اړتیا ده چې خلک خپل ماشومان په ځانګړي ډول نجونې ښوونځي ته ولېږي. په دې برخه کې د اسلامي امارت او د سیمې د دینې عالمانو رول مهم دی او پکار ده چې خلک وهڅوي چې خپل زامن او لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

ښوونځي پرانیستل شول، خو له شک پرته چې ستونزې به وي. نړیواله ټولنه باید د ستونزو په حل کې جدي مرسته وکړي.‌ که دوی د ښوونځیو د پرانیستلو په غوښتنه کې رېښتیني وو،‌ نو پکار ده چې له پوهنې وزارت سره جدي مرسته وکړي. د ښوونځیو په جوړولو،‌ د ښوونکو په معاشونو، د کتابونو او قرطاسیې د ستونزو په حل او نورو برخو کې پوره مرسته وکړي. اسلامي امارت هم باید په ټول توان سره په دې برخه کې کار وکړي او خپل مسوولیت ترسره کړي.

Previous Post

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو

Next Post

م.م: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري، باید ودرول شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
م.م: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري، باید ودرول شي

م.م: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري، باید ودرول شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د واشنګټن د زورواکۍ لمر په ډوبېدو دی

د واشنګټن د زورواکۍ لمر په ډوبېدو دی

جون 7, 2022
پښتونخوا کې زلزلې شاوخوا یوولس کسه وژلي دي

پښتونخوا کې زلزلې شاوخوا یوولس کسه وژلي دي

اکتوبر 7, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved