د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د ښوونځیو په تړاو د نوي حکومت پرېکړې حیران کړی دی. دده په وینا په دې توګه دی د هغو میلیونونو کورنیو تر څنګ درېږي چې غواړي لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي او باید دا حق یې ورکړل شي. دده په خبره د افغانستان د ښې راتلونکې او له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو د لرلو لپاره افغان حکومت ته په کار ده چې د زده کړو او بشري حقونو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. ده زیاته کړې چې زده کړه او تعلیم د هر انسان طبعي حق دی او د زده کړو دوام د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره خورا مهم دی.
































