د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کابل ته د خپل ځانګړي سفر په ترڅ کې د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. د رییس الوزرا د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې وانګ یي ویلي چې هېواد یې د کانونو د استخراج او نورو اقتصادي برخو کې پانګونې او دغه راز پر مس عینک کان باندې د کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري. د یادونې ده چې وانګ یي نن په یو ځانګړي سفر کابل ته راغلی دی او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سربېره یې له ګڼو افغان چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
































