د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي. کابلوف د ا.ا پالیسي متوازنه، د سیمي او نړۍ د هیوادونو په ګټه بللې او د نوي سرپرست حکومت لاسته راوړنې یې ستایلې دي. هغه ویلي چې روسیه د ښو امکاناتو په لرلو سره کولی شي یو شمېر پراختیایي پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. په همدې حال کې متقي ویلي چې نوی حکومت د سیمه ییز امنیت او اتصال برخې ته جدي توجه لري او غواړي چې افغانستان د اسیا زره په حیث د سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل کړي.
































