د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغان حکومت په وروستیو میاشتو او اونیو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعاملو په موخه ځینې ژمنې ترسره کړې دي چې باید عمل ورباندې وکړي. دوی وایي د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو مسئله دا ثابتوي چې دوی له خپلو ژمنو په شا شوي دي، نو له همدې امله له افغان لوري غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. دوی وایي روان کال شاوخوا یو میلیون افغان نجونو ښوونځي ته د تګ لپاره تیاری نیولی و، چې په وروستۍ شېبه کې ناهیلي شوې او دوی یې له حقونو د دفاع لپاره ولاړ دي. په دې هېوادونو کې فرانسه، امریکا، برېټانیا او نور شامل دي.
































