اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان لوري غوښتي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ زده کړې د هر ماشوم مسلم حق دی او افغان حکومت ته په کار ده چې دې حق ته درناوی وکړي.
سرچینه کاږي نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او په خبره یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.
جوزف ټینګار کړی چې دوی د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې هڅه کې دي چې افغانان د هوسا ژوند خاوندان شي. اروپايي ټولنې ویلي چې افغان لوری خپله دغه پرېکړه نه شي توجیه کولی او ښه به وي چې د زرګونه نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، له دې پرته به روان اقدامات د افغانستان لپاره ویجاړوونکې پایلې ولري.
































