نړیوالې رسنۍ زلمی خلیلزاد له طالبانو په ملاتړ او د خپلې هوکړې په ساتلو تورنوي. واشنګټن ایکزماینر نشریې تازه په یوه مقاله کې د زلمي خلیلزاد وروستۍ مرکې ته اشاره کړې ده. نوموړي ویلي وو طالبان هوکړې ته ژمن پاتې دي او خپل بریدونه یې کم کړي دي. خو واشنګټن ایکزماینر لیکي خلیلزاد د طالبانو سپینولو ته ملا تړلې ده، ددوی ملاتړ کوي او هڅه کوي د خپلې هوکړې د ساتلو لپاره د طالبانو پر بریدونو او خونړیو حملو سترګې پټې کړي. سرچینه لیکي طالبان د هوکړې او توافق مخینه نه لري نو له همدې امله ښايي پر توافقاتو عمل و نه کړي او خپلو جګړو ته ادامه ورکړي. نشریې له هند د امریکا دا غوښتنه هم غیر معقوله بللې ده چې ویلي یې وو نوی ډهلي باید له طالبانو سره مخامخ اړیکه ټینګه کړي. نشریه لیکي چې خلیلزاد دې په هر حال کې یوازې د سولې هوکړې د ساتلو هڅه نه کوي، بلکې هغه دې د یوه سالم سیاست او دقیقو اقداماتو له لارې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او سولې ته لار هواره کړي.
































