کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د نړیوالو له لوري له افغانستان سره د شویو مرستو د عدم شفافیت او د مصرف څرنګوالي په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي. د افغانستان د طبي ټولنو د همغږۍ مجتمع غړي وايي، چې مرسته شوې پېسې سمې نه مصرفیږي او په وینا یې فساد پکې موجود دی. دوی وایي چمتو دي، څو کرونا ویروس سره د مبارزې او له مرسته شویو پېسو د یوې بې طرفه کمېټې په توګه څارنه وکړي. د افغانستان د طبي مجتمع غړي همداراز وايي، چې روغتیا پالان په فعلي شرایطو کې امنیتي او کاري مصونیت نه لري. دوی وايي، چې ډاکټرانو ته په روغتونونو کې له کووید ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې مجهز وسایل موجود نه دي او ټینګار کوي، چې د وفات شویو ډاکټرانو حقوق نه ورکړل شوي او نه هم تر اوسه پاملرنه ورته شوې.
































