د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د راکټ يوې زړې مرمۍ په چاودنه کې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نه بجې د یادې ولسوالۍ د کمپ په سیمه کې هغه مهال شوې چې ماشومانو د راکټ پر یوې زړې مرمۍ لوبې کولې، د ده د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې د یوې نجلۍ په ګډون پنځو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ده وویل چې چاودنه کې یو هلک او یوه نجلۍ ټپيان شوي هم دي. ریاض وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدل شوي دي. په هلمند کې له دې مخکې هم په ورته چاوودنو کې خلکو په تیره ماشومان ته مرګ ژوبلې اړوښتې دي.












