د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په ننګرهار کې وروستۍ تروریستي پېښه غندلې ده او له ټولو انساني او اسلامي اصولو سره یې په ټکر کې بللې ده. ددې ټولنې مشر شیخ علي قره داغي ویلي، دغه ډول پېښې له ټولو نړیوالو او انساني قوانیو سره په ټکر کې عمل دی، چې دوی په کلکو ټکو غندي. تېره سه شنبې په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو په یوه برید کې ۲۴ تنه مړه او ۶۸ نور ټیان شول. په همدې ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو پروغتون هم برید وشو چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. دواړه پېښې په نړیواله کچه وغندل شوې.
































