د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. یونیسف په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شوو ناچاودو توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده. په تازه پېښه کې دوې ورځې مخکې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول. یونیسف د دغه پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او ویلي يې دي چې په افغانستان کې د چاودنو له امله د ماشومانو مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کېده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دغه صندوق ویلي چې کیدای شي په راتلونکې کې هم ورته پېښې رامنځته شي، ځکه په وینا یې په وروستیو میاشتو کې ګڼې کورنۍ خپلو پخوانیو سیمو ته چې مخکې د جګړې کرښې وې ستنې شوې دي. یونیسف په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه واوسي او له جګړې څخه د پاتې ناچاوده مهماتو د پاکولو لپاره لاس په کار شي.
































