د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزير مولوي عبدالرحمان راشد په کابل کې د چين د يوه خصوصي بنسټ له مشر زونګ دونګ سره کتلي دي. د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو له افغانستان څخه چين ته د کرنيزو محصولاتو د صادراتو په اړه خبرې اترې کړي دي. د کرنې سرپرست وزير ويلي، چين د افغاني توکو لپاره ښه بازار دی، خو د يادو توکو د انتقال لپاره د امکاناتو نشتون لویه ستونزه ده. زونګ دونګ ويلي، اوسمهال د افغانستان ډيری کرنيز محصولات د پاکستان له لارې او د هغه هيواد په نوم چين ته صادريږي. ده ويلي چې که ياد توکي له افغانستان څخه نيغ په نيغه چين ته صادر شي نو سوداګرو او بزګرانو ته به يې د پام وړ ګټه ورسيږي. د يادونې وړ ده چې چين د افغانستان د زعفرانو او جلغوزيو ښه مارکيټ دی چې پخوا د هوايي دهليز له لارې ور لېږدول کيدل.
































