جمعیت ګوند د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ له سیاسي توافق سره مخالفت ښودلی دی. د جمعیت ګوند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ توافق ددې ګوند له روحیې سره په ټکر دی او دوی ور سره مخالف دي. په اعلامیه کې راغلي، چې جمعیت ګوند له پخوا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې غیرقانوني ګڼلي وې او ویلي یې دي، چې اوسنی حکومت مشروعیت نه لري. جمعیت ګوند وایي، چې دوی د نظام د تغییر په تړاو خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
































