عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې دي. دغه وزارت وایي، چې په تېرو څلویشت ساعتونو کې یې په خپلو بېلابېلو لابراتوارونو کې ګڼ شمېر مشکوکې پېښې څېړلې دي چې ۵۸۱ یې مثبتې وې. په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښې شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان ددې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له کبله تر اوسه پورې ۱۷۸ کسان مړه شوي او ۸۵۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. کابل د ۱۶۵او پکتیا د ۱۳۴ تازه پېښو په ثبتېدو سره هغه ولایتونه دې چې په تېرو ۲۴ ساتونو کې پکې تر نورو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
































