راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه مهمه غونډه کېږي. د پیسو نړیوال صندوق، د امریکا مالیې وزارت، نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه غونډه کوي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان روان وضعیت و ارزول شي او په اړه یې اړینې پرېکړې وشي. په دې غونډه کې د روان اقتصادي او بشري ناورین د مخنیوي په اړه هم بحثونه کېږي.
ویل کېږي چې په غونډه کې د افغانستان د نورو مالي ملاتړو تر څنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز هم ګډون کوي. دا غونډه داسې مهال کېږي چې د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې، د سړي سر په کلني عاید کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی او د هغو کورنیو شمېر هم لوړ شوی چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره پیسې نه لري.
































