د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دريو نفوذي پوليسو پر خپلو ملگرو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، چې تېره شپه د معروف ولسوالۍ د اتغړي په سیمه کي د ملي پولیسو په کنډک کې ۳ نفوذي پولیسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي. بارکزی وایي چې په کنډک کي د نورو پولیسو په ځوابي برید کي ۲ نفوذي پولیس هم ځای پر ځای وژل شوي او یو تن يې له سیمي تښتېدلی دی. هغه زياته کړې چې پولیس د دغه تن د نيولو په لټه کې دي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي. يوې بلې امنيتي سرچينې بیا ویلي، چي په دغه برید کې د کنډک د قومندان منیراحمد نوروزي په ګډون ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































