د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې يا سېف د چلډرن ویلي چې نږدې پنځه ميليونه افغان ماشومان له لوږې کړيږي. دې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې دوامدارو وچکاليو او د کمو اورښتونو اټکل افغانستان کې شاوخوا ۱۲ ميليونه هغه ماشومان هم د خوړو له کمښت سره مخ کړي چې کورنۍ يې تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ تکيه دي. راپور زياتوي چې د افغانستان شاوخوا ۲۵ ميليونه وګړي پر کرنې تکيه دي، خو په وروستيو کې د وچکالۍ له کبله اړ شوي چې خپل څاروي وپلوري او ماشومان يې د ښوونځيو پر ځای کارونو ته واستوي. د ماشومانو د خوندیتوب ادارې دغه راز يلي چې په افغانستان کې اوسنۍ وچکالي، سیاسي او اقتصادي ناندرۍ او د نړیوالو مرستو بندېديل د دې لامل شوي چې د ماشومانو لپاره خدمتونه لکه زدکړې، روغتیا او خوراکي خوندیتوب هم اغېزمن شي.
































