امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې ټلیفوني مکالمه لرلې ده. په دې مکالمه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي.
امریکا ویلي چې د روان وضعیت او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري او همدا راز پر ژمنو د نوي حکومت عمل نه کولو هم دوی اندېښمن کړي دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د خلکو د امنیت لپاره دې هڅې پراخې کړي.
































