د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغان نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې دي. وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي دغه راز افغانستان کې وروستي بریدونه هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده .د یادونې ده چې نوموړي تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې وې او له هغه یې هم د نجونو زدهکړو اړوند مشورې اخیستې وې.
































