د افغانستان ا.ا وايي چې له ايران سره د اوبو پر سر لانجه د خبرو له لارې حل کيدای شي. د ا.ا د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شوی ويلي، افغانستان خپلو ټولو پخوانيو ژمنو ته تعهد لري او په وينا يې چې د افغانستان نوی حکومت د ايران اندېښنې د خبرو له لارې حل کولی شي. د سمنګاني تر دې څرګندونو يوه ورځ مخکې د ايران ولسمشر غوښتنه کړې وه چې افغانستان دې له ايران سره د هلمند د اوبو مسئله ژر تر ژره حل کړي.
































