عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۴۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۱۴۵ ته ورسېد. همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله لس ناروغان مړه شوي او ۸۰ کسه نور بېرته ترې جوړ شوي دي. په دې توګه د کرونا له کبله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۷ او د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۹۳۰ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته، تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پرون ثبت شوې وې.
































