د لوګر د امنيې قوماندانۍ منسوبينو د دغه ولايت په مرکز کې د مهماتو يوه زيرمه کشف کړې ده. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند احمدالله انس وايي چې دغه زېرمه تېره شپه د ځانګړو عملياتو په بهير کې په کلنګار کلي کې کشف او ترلاسه شوې ده. د هغه د څرګندونو له مخې؛ له کشف شوې زيرمې څخه ٣٤ د توغندې ګولۍ، ٤٠ لاسي بمونه، ٤ زره د کلاشينکوف ګولۍ، ٢ زره د پيکا ګولۍ او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي. هغه زياته کړه، چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
































