د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له جرمني څخه غوښتي چې په اروپا کې د روان بحران تر څنګ دې افغانان له پامه نه غورځوي. نوموړي په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې اروپا ځانګړې توګه جرمني دې د هغو افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي وکړي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي. نوموړي ویلي چې جرمني دې یادو افغانانو ته د ژوند لومړنۍ اړتیا برابرې کړي او د اوږدمهال لپاره دې ورته مناسبې حل لارې ولټوي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په اوکراین کې د کډوالۍ تر بحران وروسته په جرمني کې یو شمېر افغانان له خپلو کورونو ایستل شوي او کورونه یې اوکرایني کډوالو ته ورکړل شوي دي.
































