سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

هارولډ پینټر

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 5, 2021
in څېرې
0
هارولډ پینټر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هارولډ پینټر برېتانوی لیکوال دی چې د جګړې له ډګره راوتلی دی او د نوبل تر جایزې پورې یې ځان رسولی دی. مور او پلار یې یهود ضد خلک وو، نو ځکه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال سخت وځپل شول. دی د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په لندن کې و، خو د یهودو ضد چلند یې پر فکر او ژوند خورا ژور اغېز پرېښود او بیا په لندن کې د شدیدو جګړو له امله وتلو ته اړ شو. دی لا ماشوم و چې دا کشمکشونه یې په ژوند کې رامنځ ته شول، خو کلونه تېر شول او هارولډ تکړه لیکوال شو، نندارې یې ولیکلې، ناولونه یې ولیکل، مشهور شو او د نوبل جایزې ګټونکی وبلل شو. هغه په ۲۰۰۵ کال کې د نوبل جایزه وګټله او له دې وروسته یې شهرت څو برابره شو. د نوبل د ګټلو پر مهال پر سرطان اخته و او په ۲۰۰۸ کال کې د همدې ناروغۍ له امله ومړ.

هارولډ پینټر له یهودي مور او پلار یوازینی اولاد دی. ورور او خور یې نه لرل. د ۱۹۳۰کال په اکټوبر کې د لندن په شمال کې په هاکني نومې سیمه کې زیږېدلی دی. پلار یې درزي یا خیاط و. مخکې مو هم یادونه وکړه چې دی په داسې یوه فضا کې رالوی شو چې ټوله یهود ضد وه. د یهودو ضد افکار په ټول لندن کې خپاره وو. دې هر څه یې پر ژوند او نندارو اغېز درلود. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دی نهه کلن و چې د لندن پرېښودو ته اړ شو. په دوولس کلنۍ کې بېرته لندن ته راستون شو. پینتر به ویل چې د جګړو ترخې تجربې یې هېڅ وخت نه دي هېرې کړې، په تېره د بمباریو او درنو بمونو د غورځولو صحنو یې تل ژوند تریخ کړی و او دردناک انځورونه یې په ذهن کې لېږدول. په لندن کې یې په هاکني ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې پیل کړې او دلته د ګرامر او ژبې یوه ښوونځي ته لاړ. په دې ښوونځي کې له داسې ښوونکو او زده کوونکو سره مخامخ شو چې غوره افکار یې لرل او د ده په ژوند کې یې خورا مثبت تاثیر درلود. ده په خپله بیا وروسته په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې په دې ښوونځي کې د عقلي او فکري ودې زمینه ورته برابره شوه. ښوونکي یوه څه د ناندریو شوقیان هم وو، خو تر څنګ یې د فاشیزم او تعصب ضد هم وو. نقادان په دې باور دي چې د لندن د فاشیزم هغه مهالې فضا او په دغه ښار کې د یهودیانو او ځینو نورو لږکیو ضد افکار او وضعیت د پينټر په اثارو کې خپل اغېز پرې اېښی دی.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

په ښوونځي کې به یې نندارې تر سره کېدې. دی هم ورو ورو د نندارو او ډرامو مینه‌وال شو. یوه ورځ یې په ښوونځي کې د ژوزف برلي په لارښوونه د مکبث د یوې ډرامې تمثیل روان و. د رومیو رول په دې ډرامه کې هغه ځان ته راکاږه او له همدې وروسته یې له نندارو او ډرامو سره مینه ډېره شوه. همدا چې په ۱۹۴۸کال کې یې ښوونځی بشپړ کړ، نو د برېتانیا د هنرونو په سلطني اکاډمۍ یا (Royal Academy of Dramatic Art) کې د نمایشي هنرونو په زده کړه یې پیل وکړ. خو دلته یې زده کړې په زړه نه وې. ترې ناراضه و چې په همدې سبب یې تر دوو دورو زده کړو وروسته دا اکاډمي پرېښوده.

په ۱۹۵۰کال کې یې خپل لومړني شعرونه خپاره کړل. هغه مهال یې شعرونه مشهور شول، خلکو به ویل چې د شکسپیر په سبک یې ویلي دي او هغه ته ورته والی لري. وروسته یې له ۱۹۵۱کال تر ۱۹۵۷کال پورې د سلطني تیاتر په سفرونو کې له دوی سره ملګرتیا کوله او ډول ډول نقشونه به یې تر سره کول چې تر ډېره یې د شکسپیر رول ادا کاوه. دی به تر ډېره په تاریخي رول کې راڅرګندېده. په دې کلونو کې یې د ډیويډ بارون په نامه په ډرامو کې برخه اخیسته. له دې ټولو سره د پینټر شهرت ډېر شوی و، خو هغه وخت یې ځان د یوه تکړه لیکوال په توګه ثابت کړ چې په ۱۹۵۷کال کې یې د (کوټې) په نامه ډرامه ولیکله. دا ننداره یې بریستول پوهنتون خپره کړه او له خورا تاوده هرکلي سره مخ شوه. له دې وروسته پینټر نه یوازې یو شاعر او د نندارو لوبغاړی و، بلکې یو تکړه لیکوال هم و. د دې په دوام یې په ۱۹۵۸کال کې په لندن کې لومړنۍ ډرامه هم پر ستیج نندارې ته وړاندې شوه. دا ننداره په لیریک تیاتر کې نندارې ته وړاندې شوې وه، خو دا چې ځینې افسانوي اړخونه یې لرل، له ماتې سره مخ شوه او یوازې یوه اونۍ یې خلک کتلو ته ورغلل.

هارولډ پينټر عادي لیکوالي نه کوله چې یوازې نندارې ته راغلي خلک خوند ترې واخلي او ولاړ شي، هغه د تیاتر لپاره په اکاډمیکه توګه لیکل کول او نندارې یې له پیغامونو ډکې وې. د هنرونو او لیکوالۍ په برخه کې متخصیصن او څېړونکي وايي چې پینټر د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د لندن د تیاتر استازی دی. دی تر بل هر ننداره لیکونکي ډېر د اکاډمیکو ادبي او هنري بحثونو لپاره ښه موضوع و. همدا راز یې اثار هم هغه څه دي چې څېړونکي یې پر ځان بوخت کړي دي. د نندارو لیکوال په دې باور دي چې هغه په تیاتر او نندارو کې د یوه نوي سبک بنسټګر دی. دوی دې سبک ته ځوروونکې کمېډي یا (The Comedy of Menace)) وايي.

  په دې سبک کې لیکوال هڅه کوي چې د کرکټرونو رواني او داخلي اړخ انځور کړي. هغه په دې توګه هڅه کوي چې په ننداره کې خلاوې یا په خپلو کیسو کې خلاوې د کرکټرونو تر منځ د خبرو له لارې ډکې کړي. په دې توګه دوی ته زمینه برابروي چې خپلې وېرې تجسم کړي. خپل احساس بیان کړي. ان خپل پټ تمایلات روښانه کړي.  په دې سبک کې لیکوال دا ثابتوي چې هغه ان په ډېرو وړو خبرو کې هم غواړي بحثونه پیدا کړي او همدا راز داسې مسایل بیان کړي چې هغه ته د چا هډو پام هم نه وي.

هغه تر شکسپیر وروسته په نړۍ کې تر ټولو ستر او مشهور ننداره لیکوال بلل شوی دی. هغه د یوې نوې کمېډي پيل دی. د یوه نوي سبک پيل دی. داسې یوه کمیډي چې ان تر ټولو بدې پېښې هم پټې نه کړي، پر صحنه یې راولي او پرته له دې چې لیدونکی یې له لیدلو ستړی شي، کرکه ترې وکړي، بلکې کمېډيوالی یې خوښ شي او ستاینه یې کوي. د دې ډول کمېډیو لیکلو لیکوال ته دا وړتیا ورکړه چې د یوې پېښې تر شا ټولې پټې او ښکاره کیسې را وسپړي، ټول احساسات بیان کړي، ازاد وي، پر لیدونکي اغېز ولري او په دې توګه څومره یې چې وس رسېږي، د نندارو پېښې عیني او محسوسې کړي. بل هنر یې دا و چې له دې پېښو یې په استفادې د کمیډي زهرجنه برخه ختموله، هغه برخه یې پټوله یا یې خبره داسې په پرده کې وړاندې کوله، چې لیدونکی یې نه ځوراوه. همدا هنر و چې هارولډ پینټر استفاده ترې وکړه او ځان یې د شلمې پېړۍ د مشهورو لیکوالانو په کتار کې راوست. پینټر تل پر خپل سبک درېدل هم نه دي خوښ کړي، بلکې کله کله یې خپل سبک بدل کړی دی او نورې لارې یې ازمویلې دي.

پینټر چې کله د نوبل جایزه ګټي، نو ځينې ستونزې هم ورته پیدا کېږي. د نوبل جایزه ورته د سر په درد تمامه شي. له یوې خوا یې روغتیايي وضعیت هم ښه نه وي، ځکه له ۲۰۰۲ کال راهیسې پر سرطان اخته وي. د سرطان ناروغۍ یې په ټول بدن کې رېښې ځغلولې وي، خو له دې سره سره بریالی شو چې د نوبل ګټونکی شي. هغه د نوبل د ګټلو پر مهال پر سرطان اخته و او د نوبل اکاډمۍ ته د جایزې اخیستلو لپاره حاضر نه شوی شوای، خو په مقابل کې یې یو اوږد ویډیويي پيغام د نوبل اکاډمۍ ته لېږلی و. هغه مهال چې په ۲۰۰۵کال کې پینټر د نوبل جایزه وګټله، نو ټولو نقادانو ویل چې دا یوه سیاسي پرېکړه ده. د ادبیاتو د برخې لیکوالانو د نوبل پر بنسټ نیوکه وکړه چې ګواکې د سیاسي ملحوظاتو او اړیکو پر بنسټ غواړي پینټر ته د نوبل جایزه ورکړي، خو له دې نیوکو سره سره دغه بنسټ نوموړی د نوبل ګټونکی اعلان کړ، دا جایزه یې ورکړه او په دې توګه نو پينټر د نړۍ د پياوړو لیکوالانو په کتار کې چې د نوبل جایزه یې ګټلې وه، ودرېد.

پینټر هم په فکري لحاظ او هم په خپلو لیکنو کې د جګړو او تېریو مخالف و. هغه د شلمې او یوویشتمې پېړۍ له حاکمو سیاسي جریانونو سره په کشمکش کې و. د نوبل کمېټې ته یې د خبرو پر مهال وویل، چې د سم او ناسم شي توپیر کول اسانه خبره نه ده. د ده په خبره، دا یې دنده نه ده چې ووايي سم څه دي او ناسم څه دي. کېدای شي یو څه یوه ته سم خو بل ته ناسم وي. همداسې یو څه کېدای شي هم سم وي او هم غلط. د پینټر په خبره، دی باوري دی چې لا هم واقعیتونه د هنر په مرسته کشف کېږي. لا هم هنر دی چې سم، سم او ناسم ناسم درته ښيي.

هغه وایي، دا نه وايي چې سم څه او ناسم څه دي؛ خو د یوه انسان په توګه د دې پوښتنه کوي چې ستاسې په نظر سم څه دي؟ دی د امریکا د جګړو په مقابل کې وايي، باید امریکا څومره نور انسانان ووژني چې موږ یې قاتل وبولو؟ امریکایي چارواکي د کوم سم دلیل لپاره په عراق او نورو هېوادونو کې انسانان وژني؟ دا زما حق دی چې پوښتنه وکړم. امریکا ملتونو ته ربړې وروړي، جزا ورکوي، بم ور وړي، وژل ور وړي، خو دلیل ورته نه لري. له دې سره دا ادعا کوي چې د منځني ختیځ هېوادونو ته یې ولسواکي او ازادي ور وړې ده. دا د لیکوال دنده ده چې سم او ناسم وښيي. بشریت ته دا واضح کړي چې د دې انځور تر شا کوم تیاره اړخونه دي.

د دې ټول تر څنګ یې تل په اثارو کې هڅه کړې ده چې د بشري ټولونو ناخوالې وغندي. لسګونه نندارې یې لیکلې دي او هره یوه د یوه پياوړي اثر ارزښت لري. پر ده دا نقد کېږي چې هغه د اصالت پالنې پیرو لیکوال دی. لامل یې ښایي دا وي چې په برېتانیا کې د ده د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ پر مهال حاکمه فضا له انساني چلند لرې وه. وژل وو، بمونه وو او د اقلیتونو ختمول وو. پینټر کلونه وروسته هم په خپلو خبرو کې ویل، لا یې د هغو خلکو غږونه په غوږ کې دي چې تر بمونو لاندې به پيت شول. برباد به شول او وبه سوځېدل. همدې ښایي ژوند ورته بې مانا کړی وي او په اثارو کې یې د اصالت پالنې فکر پالل شوی وي. ده شاعري هم کړې ده، خو تر شاعرۍ د کمیډي په لیکلو کې مشهور دی. د برېتانیا دغه مهم لیکوال او ډرامه لیکونکی له کلونو لیکلو او هڅو وروسته په ۲۰۰۸کال کې ومړ. مخکې مو یادونه وکړه چې هغه په ۲۰۰۲کال کې پر سرطان اخته شو، خو د ۲۰۰۸کال د سپټمبر په څلورویشتمه په برېتانیا کې ومړ. دا مهال یې د نوبل د ګټلو درې کاله اوښتي وو.

Previous Post

پر ښه مطالعه د خونې رنګ څومره اغېز لري؟

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
افغان سفارت د سفیرې رویا رحماني لپاره د ګټې وټې پر ځای بدل شوی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مفتي ذاکري: ا.ا بايد عصري علومو ته ډېره پاملرنه وکړي

مفتي ذاکري: ا.ا بايد عصري علومو ته ډېره پاملرنه وکړي

جولای 2, 2022
ټولګټو وزارت: د رېل پټلۍ له لارې ۵.۳ میلیونه ټنه توکي انتقال شوي

ټولګټو وزارت: د رېل پټلۍ له لارې ۵.۳ میلیونه ټنه توکي انتقال شوي

مارچ 26, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved