د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره ټلفوني خبرې کړې دي. دوی په دې ټلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو پر پای ته رسېدو او د نجونو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو خبرې کړې دي. توماس وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو په خپلمنځي خبرو ټینګار کړی دی. د یادونې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې وړاندې هم د افغانستان او سیمې د ثبات یوازینۍ لار د افغانستان او نړۍ ترمنځ دوستانه او ښه روابط بللي دي.
































