د ازبکستان زرګونه ټنه مرسته پرون افغانستان ته ورسېده. ازبکستاني چارواکو ا.ا ته د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل چې هېواد یې له اړمنو افغانانو سره لا همکاریو ته چمتو دی. دا مرستې تر حیرتانه په ریل ګاډي کې راوړل شوې او د ا.ا چارواکو ته وسپارل شوې. د ا.ا مرکزي ویاند د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال ویلي، چې تر څلورو زره ټنو مختلف مواد چې ۵۸ واګونونه دي له ارتزاقي موادو ډک دي چې پکې اوړه، غوړي، وریجې همدا راز درمل او واکسین هم پکې شامل دي مرسته شوې ده. ا.ا وايي دا مرسته په اړمنو، بې ځایه شویو کورنیو او نورو مستحقو کسانو باندې ویشي. د ا.ا چارواکو د سیمې په نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره را ودانګي. د ازبکستان چارواکو د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال وویل چې دولت یې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره متعهده دی او په راتلونکي کې به ورته نورې مرستې هم کوي.
































