د ا.ا د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ له ایران څخه څه باندې ۲زره افغان کډوال په زور او داوطلب ډول له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت ویلي یاد کډوال چې شمېر ۲۴۴۹ کسانو ته رسیږي د غوايي میاشتې پر نهمه نېټه له ایران څخه ایستل شوي دي. د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي له یاد شمېر کسانو څخه ۱۴۱۳ کسان په زور او ۸۵۲ کسان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت زیاتوي چې هېواد ته له ایران څخه تازه ستنوو شوو کډوالو سره د (IOM) لخوا مرستې هم شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د ا.ا د واک ته رسېدو څخه وړاندې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېدل چې نږدې یو میلیون یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.
































