افغان حکومت وايي په نږدې ورځو کې به زرګونه روږدي د کابل ښار له بېلو برخو د درملنې په موخه راټول کړي. د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د روږدو کسانو د راټولو په لړ کې پلان لري چې په نږدې ورځو کې شاوخوا شل زره روږدي کسان د کابل له بېلابېلو برخو راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته ولېږدوي.
دوی وايي هڅه کوي د روږدو کسانو شمېر راکم کړل شي. تر دې وړاندې هم په تېر ژمي کې امنیتي ادارو زرګونه روږدي کسان له لارو سړکونو راټول کړي وو او د درملنې ځانګړو کمپونو ته یېې لېږدولي وو، چې د معلوماتو له مخې له دې ډلې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
































