د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو زیاتېدا د نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ ډېروي. ده چې روانه اوونۍ د هسپانیا په مالاګا کې د ملګروملتو په ملاتړ د تروریزم ضد په اړه غونډې ته وینا کوله، وویل چې د تروریزم پر وړاندې ځواب باید د قانون له حاکمیت، بشري حقونو او د جنسیت له مساوات سره په همغږۍ کې وي څو اغېزمنتوب یې یقیني شي. په دې دوه ورځینۍ غونډه کې، چې پرون پای ته ورسېده، حکومتي چارواکو، د نړیوالو موسسو، مدني ټولنو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو ګډون کړی وو او په دې یې نظرونه وړاندې کړل چې تروریزم ته باید څرنګه ځواب وویل شي چې په لړ کې یې بشري حقونه او د قانون حاکمیت خوندي شي.
































