د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی ګڼلی. توماس نیکلسون ویلي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید ا.ا بشري حقونه او د ښځو حقونه خوندي کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي. ده د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې د ا.ا له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خبرې شوي او پر دې کار روان دی. نیکلسن وايي، چې په دې ورستیو ورځو کیې د ا.ا له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
































