د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت د هېواد په درېیو ولایتونو کې د جنایي جرمونو او د مخدره توکو د قاچاق په تور پنځه کسان نیولي دي. د یاد وزارت په خبره، په ۳ ولایتونو کې يې د جنايي جرمونو او مخدره توکو د قاچاق په تور ۵ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي. د دغه وزارت په خبره، په دې کسانو کې یو تن د غزني ولایت څخه د موټر سایکل د غلا په تور، ۳ تنه د هلمند ولایت څخه د بېلابېلو جرمونو په تور او یو تن په خوست کې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي. یاد وزارت ویلي چې د عامه نظم د اخلالوونکو پر وړاندې یې جدي اقدامات پیل کړي دي او خبرداری یې ورکړی دی، هر هغه څوک چې د خلکو ژوند نا ارامه کوي جدي چلند به ورسره وشي.
































