د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه وایي چې دا چاودنه تېره شپه ماخوستن مهال په کراچۍ ښار کې د خلکو په ګڼه ګڼه کې شوې ده چې په پایله کې یې یوه ښځه وژل شوې او دوولس نور ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې په چاودنه کې ټپي شوي کسان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د وروستۍ چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د روانې مې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د شوې چاودنې پړه سندهو دېش ځواکونو پر غاړه اخیستې وه.











