طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له کبله په ټول هېواد کې ۷۰ تنه مړه شوي او ۵۶ تنه ټپیان دي. د یاد وزارت ویاند ویلي، د سېلابونو له کبله د ۳ بابه جوماتونو او ۴ بابه ښوونځیو سربېره ۲زره ۶۲۷ کورونه په کلي او بشپړ ډول تخریب شوي دي. نوموړي ویلي، چې په ټول هېواد کې د ۲۰۱۷ څارویو د تلف کېدو ترڅنګ ۹۵ زره ۸۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده. نوموړي زیاته کړې، سېلاب ځپلو ته د رسېدنې په موخه یې له مرستندویه موسساتو سره بیړنۍ ناسته کړې. په خبره یې زیانمنو هېوادوالو ته به رسیدنه وکړي. د دغه وزارت ویاند له هېوادوالو غواړي، چې د بارانونو په راتلونکې څپه کې چې د سېلابونو د راوتلو امکان هم پکې زیات دی، ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.












