د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو پروګرامونو مدیر «مایک رایان» په ځینو هېوادونو کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د وضع شویو محدودیتونو پر لغوه کېدو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي، هره شېبه ددې امکان شته چې د کرونا له دویمې څپې سره مخ شو. مایک رایان له دې هېوادونو غوښتي چې د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې ونیسي او په خپل سر لګول شوي محدویتونه لغوه نه کړي. په یو شمېر هېوادونو کې چې کرونا ناروغي پکې په پراخه کچه خپره شوې ده، له دې سره سره یې اوس خلک غواړي، چې ورو ورو بېرته خپل عادي ژوند پیل او کاروبارونه شروع کړي. ددې هېوادونو عادي وګړي وایي، نوره وزګارتیا نه شي زغملی او اړ دي چې کار وکړي او خپل ورځنی ژوند پر مخ بوځي.
































