د افغانستان ا.ا د ویاند مرستیال ویلي چې د اطلاعات او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونې کمیسیون بیا فعال شوی دی. بلال کریمي پر خپل ټویټر لیکلي چې ډېر ژر به یاد کمیسیون د رسنیو پر فعالیت د څار او رسنیزو سرغړونو ته د رسیدګي په موخه خپل کار پیل کړي. کریمي دا خبر پر داسې مهال ورکوي چې نن یو شمېر انځوریزو رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغانستان ا.ا له لوري په وراستول شويو توصیو کې ویل شوي چې له دې وروسته دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو او خبرونو وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي. د یادونې ده چې ا.ا د حجاب مراعاتولو لپاره په ښار کې هم د محتصیبونو په نامه کسان ګمارلي دي چې د ښار په یو شمېر سیمو کې ښځو ته د حجاب مراعتولو سپارښتنې کوي.
































