پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې په قطر کې د سولې پروسې د بهیر څرنگوالی، د پاکستان لخوا افغانستان ته پر لیږدیدونکو مشکلاتو سترگې پټول او په افغانستان کې د امریکا د پوځ تگلاره ټول د اوسني وضعیت علتونه دي. حامد کرزی وایي له امریکا سره د ده او نورو افغانانو د ستونزې اساس د امریکا لخوا د عامو افغانانو سره زورزیاتی، په کورونو بمباري، د افغانستان په خاوره کې د زندانونو جوړول، د افغانانو کورونو ته ننوتل او شپني عملیاتو ترسره کول وو.
































