د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خوشې کولو هرکلی کړی او دا یې یو نیک اقدام بللی دی. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هېواد کې د تل پاتې او سرتاسري سولې ټینګښت د دې خاورې د هر بچي هیله ده. خبرپاڼه کاږي، د اوربند د مودې غزېدل او د دواړو خواوو د بندیانو د ازادولو د لړۍ دوام د باور جوړونې لپاره ګټور اقدامات دي چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل او بریالۍ پرمختیا ته لار هواروي او په هېواد کې د دایمي سولې د ټینګښت زمینه برابروي.
































