د کابل امنیه قومنداني په کابل کې د استقلال هوټل مخې ته د چاودنې پخلی کړی دی. د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې چاودنه د استقلال هوټل مخې ته چېرته چې د افغانستان ا.ا د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مناسبت غونډه روانه وه، شوې ده خو په خبره یې، په پېښه کې یوازې یو تن ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي او د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کوم چا او یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































