سره له دې چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي، خو په بلخ ولایت کې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي. د بلخ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي دي، ښوونکي خپلو دندو ته ځي او سلګونه رسمي او قراردادي ښوونکي په دې ولایت کې په دنده بوخت دي. دوی وایي هڅه کوي د تعلیم او تربیې کفیت لوړ کړي او په ښوونځيو کې لا ډېر نظم راوستل شي. په ورته وخت کې په مزار شریف ښار کې د نجونو د ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې دوی په آرامه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي، خو د ښوونکو او کتابونو د کمبود په څېر ستونزې یې د زده کړو خنډ دي.
































