په سمنګان ولايت کې د وارداتي برېښنا درې ستنې په بمونو الوځول شوې دي. په شمال کې د برښنا شرکت مطبوعاتي مسوول غلام محمد نوري رسنيو ته ويلي، يادې ستنې پرون شپه د سمنګان ولايت د خلم او فيروزنخچير سيمو تر منځ الوځول شوې دي. هغه زياته کړې چې د ارزونې يو ټيم يې سيمې ته استولی او په دې تړاو به نور جزيات وروسته خپاره کړي. تر دې وړاندې به سالنګ کې هم د وارداتي برېښنا دوې ستنې په بمونو الوځول شوې وې چې د کابل او ځينو نورو ولايتونو د برېښنا جريان يې مختل کړی دی.












