د زابل د عامې روغتیا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولایت له شاه جوی ولسوالۍ وروسته په ارغنداب ولسوالۍ کې هم کولرا ته د ورته ناروغۍ نښې نښانې ليدل شوې دي. د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي چې سیمې ته یې روغتیايي ټیمونه لېږلي څو د ناروغانو درملنه وکړي. تر دې وړاندې د شاه جوی ولسوالۍ اړوند شيخال سيمه کې ګڼ شمېر خلک پر کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي وو. روغتيايي چارواکي وايي، ياده سيمه کې يې د ۳۰۰ تنو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، درملنه کړې ده. د دې ناروغۍ نښې د ستوني درد، تبه او کانګې ښوودل شوې دي.
































