چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د نشه‌يي توکو بندول او د څو نورو ګامونو اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2022
in تبصرې
0
روژه او د نرخونو د کنټرول لانجه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

    اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر کښت، کرکیلې، پلور او پېر بندیز ولګاوه. د اسلامي امارت عمومي مشر په دې اړه یو فرمان صادر کړی دی. په همدې تړاو پرون په کورنیو چارو وزارت کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه او چارواکو ددغه فرمان د عملي کولو ژمنه وکړه. په دې فرمان کې راغلي چې له دې وروسته د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې بند دی او هېڅوک نه شي کولای چې دا کار وکړي. په فرمان کې دغه راز ویل شوي چې په ټول هېواد د شرابو، هیروینو، شیشې، ټابلیټ کا، چرسو او نورو په ګډون د هر ډول نشه يي توکو انتقال، پېر،‌ پلور، سوداګري، صادارات، واردات او کارخانې هم ممنوع دي. په فرمان کې ویل شوي چې که څوک سرغړونه وکړي، سزا به وویني.

د اسلامي امارت له اړخه د تاریاکو پر کرکیلې بندیز یوه غوره ګام دی، چې څو لویې ګټې به ولري.‌ لومړی خو له شرعي اړخه د کوکنارو او نورو داسې بوټو کرل جواز نه لري او اسلامي امارت له دې امله تر نیوکو لاندې هم و، نو پکار وه چې ددغه کار مخه ونیول شي. دویم دا چې همدا اوس ‍په افغانستان کې میلیونونه خلک پر نشه‌يي توکو روږدي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شته. هر کال سلګونه زره نوي کسان په نشه يي توکو رږدي کېږي او ددې چارې مخنیوي تر هغو پورې ممکن نه دی چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو بندیز ونه لګول شي. دا ممکنه نه ده چې زموږ کروندګر دې کوکنار او بنګ وکري، خو زموږ ځوانان دې پر تاریاکو، هروینو، شیشې، چرسو او نورو نشه يي توکو روږدي نه شي. پر نشه يي توکو د افغانانو د روږدې کېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو لومړی او اساسي ګام دا دی چې له نشه يي توکو پاک افغانستان ولرو. ددغه کار درېیمه ګټه دا ده چې افغانستان په ټوله نړۍ کې د تاریاکو په تولېدونکي او صادرونکي هېواد مشهور دی او له دې امله افغانستان د نورو هېوادونو تر فشار لاندې دی. نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه بیا بیا له افغانستان څخه غواړي چې د کوکنارو پر کر بندیز ولګوي.‌ په دې ګام سره به افغانستان له دې فشار خلاص شي او لا زیاتې مثبتې همکارۍ ته به لاره هواره شي.‌

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د کوکنارو او بنګو پر کر او نورو نشه‌يي توکو بندیز یو ښه ګام دی، خو ورسره باید ځینې نور ګامونه هم واخیستل شي.‌ له شک پرته چې له دې بندیز سره به بزګر زیانمن شي، غربت به زیات شي او د افغانستان اقتصاد به لا زیات کمزوری شي.‌ اسلامي امارت ته پکار ده چې پر بدیلو لارو فکر او کار وکړي او ژر تر ژره دا خلا ډکه کړي. ددې تر څنګ اوس وخت دی چې نړۍ هم خپل مسوولیت ترسره کړي.‌ دوی د کوکنار بندول غوښتل، دا کار وشو، اوس دوی ته پکار ده چې له بزګرو سره مرستې وکړي، بدیل ورته وړاندې کړي او په ټوله کې مرسته وکړي چې افغانستان اقتصاد تر دې لا زیات کمزوری نه شي او افغانان بیا د کوکنارو کر ته مجبور نه شي. ‌

Previous Post

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړل شو

Next Post

ایوان ریډلي: د افغانستان د پوهنې له برخې سره مرستې ته تیار یو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ایوان ریډلي: د افغانستان د پوهنې له برخې سره مرستې ته تیار یو

ایوان ریډلي: د افغانستان د پوهنې له برخې سره مرستې ته تیار یو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکایي سناتوران: د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي

امریکایي سناتوران: د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي

مارچ 15, 2024
انس حقاني: امریکا د بشري حقونو په نوم پر افغانستان برید وکړ

انس حقاني: امریکا د بشري حقونو په نوم پر افغانستان برید وکړ

جولای 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved