رمضان قدیروف ویلي رسنۍ د ده د صحت په اړه بیلابیل راپورونه خپروي خو په خبره یې د ده روغتیا اوس د ډاډ وړ ده او مخ په ښه کېدو دی. هغه تېره ورځ له خپل مرستیال سره په انلاین خبرو کې ویلي، اوسمهال بیخي روغ دی او د تشویش وړ کومه خبره نشته. نوموړی د خپلې روغتیا په اړه دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې پرون روسي رسنیو راپور ورکړی و چې پوتین ته وفادار د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف په کرونا ویروس اخته او په مسکو کې په یو روغتون کې بستري او روغتیايي وضعیت یې سم نه دی.
































