ناټو اوکراین کې د جګړې د اوږدېدو خبر ورکړی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي داسې ښکاري چې د اوکراین جګړه به ژر پای ته و نه رسېږي. نوموړي ویلي د ناټو غړو هېوادونو ته په کار ده چې په اوکراین کې د یوې اوږدې جګړې لپاره ځان تیار کړي او لا پرمختللې وسلې دغه جګړې ته اماده کړي. بلخوا د اوکراین ولسمشر بیا له غرب غوښتي چې د بندیزونو په ډېرولو سره روسیه د روانې جګړې پای ته اړ کړي. د روسیې ولسمشر بیا ویلي چې دوی له جګړې نه په شا کېږي خو که پر دوی لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي نو تیار دي چې د خوراکي توکو د کمښت د بحران په مخنیوي کې خپله همکاري ولري.
































