د بریتانیا د دفاع وزیر په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا نور یو ابر قدرت نه دی ځکه چې دغه هېواد ونه شو کولی افغانستان کې تر یو څه وخت پورې خپل حضور وساتي او لږ تر لږه دا هېواد له اوسني وضعیت څخه وژغوري. بن والاس له سپکتاتور مجلې سره په مرکه کې زیاته کړې، بریتانیا هم یو زبرځواک نه دی خو یو قدرتمند هېواد بلل کېدلی شي. هغه ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله د ډونالډ ټرمپ اداره ده. هغه ویلي چې ټرمپ له طالبانو سره داسې تړون لاسلیک کړی دی چې هیڅ یې د دغه تړون اوږدمهاله پایلو ته پام نه دی کړی، بلکې یوازې یې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د خټې پزه ځانته جوړه کړې ده. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا دې نور ځانته د زبرځواک هېواد خطاب نه کوي ځکه چې دغه هېواد ان د یوې ډلې پر وړاندې هم مقاومت ونه شو کولی.












