چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د پښتو ژبې چيني کارپوه: غواړم د چين او افغانستان د کلتوري تبادلې پل شم

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 28, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د پښتو ژبې چيني کارپوه: غواړم د چين او افغانستان د کلتوري تبادلې پل شم
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پښتو نړيوالې ورځې په مناسبت مو نن د دغې ژبې له يوې چينې کار پوهې سره مرکه کړې چې اورېدو ته يې تاسو رابولو.پښتو ژبه یوه داسې ژبه ده چې د پت، عزت، غيرت، وفادارۍ، صداقت او صمیمیت تاريخ لري.څو کاله وړاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دغه ورځ د پښتو ملي ورځې په نوم ونومول شوه او له هغې وروسته هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو او پښتو ويوونکو له خوا نمانځل کېږي.له لسګونو کلونو راهيسې په چين کې د پښتو ژبې مينه وال پيدا شوي او په دغه هېواد کې د يادې ژبې د زده کړې څو پوهنتونونه شتون لري.د پښتو ژبې چيني مینه وال او کار پوهان هم دغه ورځ نمانځي.آغلې شیاو بینګ يوه له دا ډول کسانو څخه ده.

هغه پخوا د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مسؤله پاتې شوې او په تېرو څو لسيزو کې يې په چين کې د دې ژبې د پرمختګ او ودې لپاره ډېر خدمتونه کړي او تل غواړي چې د چين او افغانستان ترمنځ د کلتوري تبادلې پل وګرځي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

آغلې شياو بينګ ۷۵کلنه ده او د خپل عمر ډېره برخه يې پښتو ژبې ته په خدمت کې تېره کړې.د هغې په اند پښتو ژبه د ژبو په کتار يې يوه ډېره لرغونې او ثابته ژبه ده چې اوس ګڼ ويوونکي لري او د ژبو په ليکه کې مهم ځای لري. دا وايي چې د پښتو ورځې نومولو يوه ګټه دا ده چې خلک وهڅول شي چې دې ژبې ته لا نور خدمت وکړي.نوموړې د يادې ورځې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو ټولو پښتنو او پښتو ويوونکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د یوه هېواد د وقار او ملي هويت ملي هويت د سترو ارزښتونو څخه يو هم د هغه هېواد ژبه ده چې د هغې په وسيله خپل فرهنګ او کلتور نورو ته ور پېژني.

هغې همدارنګه ويلي چې په تېرو څو لسيزو کې يې په  پښتو ژبه د چین د اقتصاد، سياست او کلتور په باب ډېر معلومات افغان ملګرو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې د پښتو ژبې په مټ يې د افغانستان په اړه ډېر معلومات هم ترلاسه کړي. پښتو ژبه د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې په برخه کې مهم رول لوبوي.اوس د چين د کمونيکېشن پوهنتون په شمول په درېيو پوهنتونونو کې د پېښتو ژبې کورسونه جوړ شوي دي.

هغې وويل چې په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د پښتو ژبې زده کړې ته د چينايانو لېوالتيا زياته شوې او ډېر چينايان غواړي چې دغه ژبه زده کړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري تګ راتګ په زیاتېدو سره د پښتو ژبې د زده کړې اهميت او ورته د خلکو اړتياوې هم ډېرې شوې دي.اوس په افغانستان کې امنيتي وضعيت هم نسبتا شه شوی، نو ځکه ډېری چينايان غواړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د نوموړې په وينا چې اوس پښتو ژبې د ډېرو وګړو پام راجلب کړې او دا هم غواړي چې تر وسې پورې د دې ژبې د مروجولو او خپرېدو لپاره خدمت وکړي.

دا وايي چې نړۍ د پښتو ژبې له لارې د افغانستان پېژندلی شي ځکه په وينا يې چې ژبه د کلتوري تبادلې او تفاهم په برخه کې مهم رول لوبوي.هغې په دې اړه ويلي چې په چين کې داسې متل شته چې وايي: (دوستي چې د خلکو تر منځ د نږدې اړیکو څخه ترلاسه کېږي، د  دولتونو ترمنځ د سالمو اړیکو کلیدي ده.) نو دا وايي چې پورته متل ته په پام سره ویلای شوو چې چین او افغانستان عنعنوي دوستي لري او خلک يې هم يو له بل سره مينه لري.زه غواړم چې د پښتو ژبې په وسيله د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګېدو او د دوه اړخيزې کلتوري تبادلې لپاره هڅې وکړم  او هيله لرم  چې د پښتو ژبې له نورو چينايي مينه والو سره يوځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري پل رول ولوبوم .

Previous Post

په ښوونځي کې د ډزو پېښه او د ډزو پلورلو نندارتون

Next Post

انس حقاني: د هند پر مخ مو دروازې پرانیستې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
انس حقاني: د هند پر مخ مو دروازې پرانیستې دي

انس حقاني: د هند پر مخ مو دروازې پرانیستې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسرائيل د حماس پر پوځي موخو هوايي بريدونه کړي

اسرائيل د حماس پر پوځي موخو هوايي بريدونه کړي

اپریل 20, 2022
ترکي ساحلي ساتونکو، یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي نیولي

ترکي ساحلي ساتونکو، یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي نیولي

اپریل 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved