ملي امنیت شورا په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پروسې د دوام لپاره هڅې روانې دي. د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل نن پر خپل ټویټر لیکلي چې اوربند یوه پېچلې پروسه ده او د پیښو د مخنیوي لپاره دوامدارې همغږۍ ته اړتیا ده. که څه هم د طالبانو درې ورځینی اوربند پای ته رسیدلی او دې ډلې تر دې دمه د دې پروسې د پای یا دوام په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی، خو د دولت او طالبانو تر منځ اوربند د هېواد په ځینو برخو کې د نښتو سره سره ادامه لري. له دې مخکې، د ملي امنیت شورا د سولې پروسه، د بین الافغاني خبرو پیل او د طالب بندیانو خوشې کېدل له اوربند سره تړلي بللي وو او د دې پروسې د اوږدولو غوښتنه یې کړه وه.
































