د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې شاملې وې. سرچینه کاږي چې لاینز د خپل سفر په اړه چې الماتي ته یې کړی وو متقي ته یې معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا د خصوصي سکتور د ودې په پار له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د چینلو په جوړولو کار کوي. په ورته وخت کې مولوي متقي ویلي چې نوی حکومت له ټولو هغو بنسټونو سره د همکارۍ پوره نیت لري چې د افغانستان د بهبود او ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي.
































