سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

غندنه نه، ساتنه پکار ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2020
in تبصرې
0
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا
655
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشرۍ ماڼۍ، د مصالحې عالي شورا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د امریکا سفارت او  ډېرو نورو دولتونو او بنسټونو  په شېرشاه سوري جومات کې چاودنه غندلې ده. د جمعې په ورځ په شېرشاه سوري جامع جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د ملا امام په ګډون پکې څلور کسان شهیدان شول او اته تنه نور ټپیان شول. طالبانو چاودنه غندلې او دا یې د استخباراتي کړیو کار بللی دی. حکومت خو د تل په شان دا برید هم غندي، د وطن د دښمنانو کار یې ګڼي او د پلټونو خبره کوي.

په دې وروستیو کې افغانانو له یوه پېچلي وحشت سره مخ دي. هېڅ ځای خوندي نه دی، کلی، کور، ښار، سړک، جومات، ښوونځی، روغتون، لوبغالی او هېڅ ځای خوندي نه دی. په هر ځای کې د وحشت او چاودنې شونتیا شته او کېږي. حکومت دښمن وحشي ګڼي، بریدونه غندي، خواخوږي څرګندوي، د امنیتي ځواکونو د قربانیو خبره کوي، په راتلونکي کې د خپلو تیاریو او بریاوو خبرې کوي، د پلټنو او کمېسیون ټاکلو خبره کوي، خو وحشت همغسې روان دی او زیاتیږي. خلک نه پوهېږي چې دا وحشت څوک او ولې کوي. طالبان وايي چې دا د سولې دښمنان کوي او غواړي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي، خو د سولې دښمنان معلوم نه دي. په حکومت کې ځینې چارواکي په دې بریدونو کې طالبان دخیل ګڼي، خو ځیني بیا وايي، داعش یې کوي او ځیني هم وايي چې داعش او حقاني شبکه یې په ګډه کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا چې برید څوک کوي دا یو بحث دی، له شک پرته چې وحشي او له اسلامه لرې ډلې او اشخاص دا ډول کړنې کولی شي، خو ولې یې مخه نه نیول کېږي او ولې بیا بیا دښمن بریالی کېږي چې دا ډول وحشت وکړي؟!‎ حکومت به وايي، ترهګر ساده هدفونه په نښه کوي، خو په دې وروستیو کې جوماتونو او دیني عالمانو ته ګواښ زیات دی، هدف هم معلوم دی، خو بیا هم تدابیر نشته، ولې!؟

د نورو په ملامت ګڼلو او د دښمن په وحشي معرفي کولو سره ستونزه نه حل کېږي. حکومت باید ځواب ووايي. نور د وحشتونو د غندلو او د دښمن د وحشي ښودلو وخت تېر دی. شهیدان هسې خدای بښلي، د چارواکو دعا ته اړتیا نه لري. خلک پوهیږي چې دښمن وحشي دی او په هر ځای کې برید کوي. که حکومت دا خبرې وکړي او که نه، خو دا د حکومت مسوولیت نه کموي. حکومت شته، ۳۵۰ زره ځواکونه لري، د نړۍ له ستر زبرځواک سره امنیتي او ستراتېژيک تړونونه لري، ناټو یې تر څنګ ولاړه ده او ګڼ نور هېوادونه یې هم ملاتړ کوي. اوس حکومت باید ځواب ووايي چې له دې ټول قوت او ملاتړ سره سره، ولې د ارګ په څنګ کې یو جومات نه شي خوندي کولی. کله چې په وزیر اکبرخان جومات برید کېږي، په کابل کې په دوو- دریو لویو جوماتونو کې شېرشاه سوري جومات راځي، حکومت ولې د دغو جوماتونو امنیت ته پام نه کوي. زموږ استخباراتي او امنیتي ځواکونه په څه بوخت دي!؟

حکومت ته پکار ده چې نور خپلې دندې ته پام وکړي. د حکومت دنده غندل او خواخوږي څرګندول نه، بلکې د خلکو ساتنه ده. تر بلې هر چارې ډېر حکومت ته باید د خلکو ژوند مهم وي او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د زغم وړ نه دی.

Previous Post

افغان سوله؛ د افغان حکومت او طالبانو د دریځونو پرتله

Next Post

د ماشوم مسوولیت لومړی له کوره پیلېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ماشوم مسوولیت لومړی له کوره پیلېږي

د ماشوم مسوولیت لومړی له کوره پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا دې پر ناسمې او خطرناکې لارې ټينګار نه کوي

دسمبر 26, 2022
د روان کال په جولای کې د چين د توليد د سکټور ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۶.۸ زياتوالی ښيي

د روان کال په جولای کې د چين د توليد د سکټور ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۶.۸ زياتوالی ښيي

اگست 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved