چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغان سوله؛ د افغان حکومت او طالبانو د دریځونو پرتله

لیکوال: ضیاءالاسلام شېراني/ کوبها ډیالوګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان سوله؛ د افغان حکومت او طالبانو د دریځونو پرتله
733
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تېره اونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا په خپل تازه پیل کړي سفر کې لومړی په قطر کې له طالبانو او ورپسې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې اړوند خبرې وکړې. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې زلمی خلیلزاد له ملا برادر او ورسره هیئت سره د طالب بندیانو د خلاصون او بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلی دی.

د ۱۳۹۸ل کال د کب پر لسمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشو. په دغه تړون کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ ویل شوي وو، چې طالبان به د تړون له لاسلیک څخه وروسته تر راتلونکو لسو ورځو (۲۰/۱۲/۱۳۹۸) له افغان حکومت سره د سولې خبرې‌اترې پیلوي او په بین‌الافغاني خبرو کې به بشپړ او دایمي اوربند په اجنډا کې وي؛ خو د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو سره لا هم بین‌الافغاني خبرې نه دي پیل شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ظاهراً د بین‌الافغاني خبرو د ځنډ او نه پیلېدو پر وړاندې خنډ د پنځو زرو طالب بندیانو نه خلاصون دی. که څه هم د بندیانو په خلاصون کې ځنډ راغی، خو داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به پنځه زره طالب بندیان خوشې کېږي؛ ځکه افغان حکومت تر دې دمه څه باندې دوه نیم زره طالب بندیان او طالبانو څه باندې پنځه سوه حکومتي بندیان له بنده خوشې کړي دي.

پوښتنه دا ده چې د افغان سولې او د بین‌الافغاني خبرو‌ اړوند د طالبانو او حکومت دریځونه څه دي او د دواړو لوریو د دریځو په پام کې نیولو سره به بین‌الافغاني خبرې کله پیل شي؟ په دغه لیکنه کې هڅه شوې چې دغه پوښتنې ځواب کړل شي.

د ولسمشر غني د سولې تګلاره

د ۲۰۱۴ ز کال له ټاکنو وړاندې سوله او د روانې جګړې پای ته رسول د اشرف غني له مهمو ټاکنیزو شعارونه څخه وو. اشرف غني د ملي یووالي حکومت پر مهال په مختلفو ډولونو هڅه وکړه، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شي او روانه جګړه د بین الافغاني خبرو له لارې پای ته ورسېږي، خو ظاهراً د سولې په تړاو د نوموړي دغه ټولې هڅې ځکه بې پایلې وې، چې ممکن د یوې حکومت‌محوره پروسې لپاره به وې. یعنې داسې برېښېدل چې افغان حکومت هڅه کوي طالبان هم د حزب اسلامي په شان سولې ته غاړه کېږدي او د یوې ډلې په توګه له افغان حکومت سره یو ځای شي. باالمقابل طالبانو د افغان سولې په برخه کې تل له افغان حکومت سره له داسې خبرو ځان په شا کړی او ډېری وخت یې افغان حکومت د ” کابل اداره” په نوم یادولو سره د ټولو افغانانو له استازولی ایستلی ګڼلی دی.

په وروستیو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا ـ طالبانو ترمنځ تړون او په دغه تړون کې افغان حکومت ته برخه نه ورکول، د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د را پیدا کېدو لامل شو. په یاد تړون کې د بین‌الافغاني خبرو له پیل نه مخکې د (۵۰۰۰) طالب او (۱۰۰۰) حکومتي بندیانو د خلاصون خبره شوې وه؛ خو افغان حکومت د دې هوکړې مخالفت وکړ. اشرف غني د تړون له لاسلیک څخه یوه ورځ وروسته ښکاره وویل، چې امریکا د افغان حکومت له زندانونو څخه د بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او نه هم افغان حکومت په دې برخه کې کوم تعهد کړی دی.

د همدې مخالفت سربېره څو ورځې وروسته ولسمشر غني د سولې په برخه کې د مرکچي پلاوي جوړېدو او په مشروط ډول د ۱۵ سوه طالب زندانیانو د خلاصون فرمان ورکړ. دغه راز د نورو بندیانو خلاصون یې د بین‌الافغاني خبرو د پرمختګ، اوربند او یا هم د جګړې په میدانونو کې د پام وړ تاوتریخوالي په کموالي پورې وتاړه. که څه هم تر دې دمه د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله روانه ده، همدارنګه د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند هم وشو؛ خو لا هم د جګړې میدانونه ګرم دي.

دا ټول ښیي چې د سولې په تړاو هڅې لا همد بې باوریو سره مل دي. افغان حکومت د سولې په روانو خبرو کې خپل ځای او دریځ پخول غواړي، هڅه یې داده چې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازولی خبرې وکړي، نه “د کابل ادارې” په نوم!

طالبان څه ډول سوله غواړي؟

په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره د امریکا او نړېوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شو. له څو کاله نسبي امنیت څخه وروسته، طالبان بېرته منسجم شول او جګړه یې پیل کړه. د جګړو له زیاتوالي سره د خبرو له لارې د روان وضعیت د کنټرول هڅې هم پیل شوې. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ‌اترې د حامد کرزي د دورې پرمهال پيل شوې، دغه خبرې‌اترې تر ډېره د حامد کرزي د استازو او طالبانو ترمنځ په انفرادي ډول وې.

د ۲۰۱۵م کال د جون په میاشت کې د اسلام اباد په مري کې په لومړي ځل د طالبانو د یوه داسې پلاوي سره، چې په سم ډول د طالبانو د ډلې استازیتوب وکړي د افغان حکومت استازو مخامخ خبرې وکړې. ظاهرآ هغه مهال طالبان د پاکستان د فشارونو له امله دغو خبرو ته کېناستلي وو؛ ځکه وروسته بیا ډېر ژر د ملا محمد عمر د مړینې له اعلان سره، د خبرو دغه پروسه ودرېده او د افغان حکومت و طالبانو د مخامخ خبرو لړۍ پرې شوه. له دې وروسته د افغان سولې په اړه سیمه‌ییزه او نړیواله ډيپلوماسي فعاله شوه، د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د افغان سولې لپاره څلور اړخیزې ناستې پیل شوې؛ خو له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو یې کومه لاسته راوړنه نه درلودله.

د افغان سولې په اړه د ملي یووالي حکومت تر هڅو پورې امریکا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه د ملاتړ کوونکي په رول کې وه، امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د منځګړي د رول هڅه کوله؛ خو طالبان بیا د امریکایانو د داسې رول غوښتونکي نه وو، بلکې له امریکا سره یې د قضیې د یوه مهم اړخ په توګه خبرې‌اترې غوښتې. له همدې امله بالاخره امریکا له طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې‌اترې پیل کړې. په دغو خبرو کې د طالبانو دریځ دا و، چې لومړی به له امریکا سره په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته رسېږي، وروسته به بین‌الافغاني خبرې (د طالبانو اوټولو افغان سیاسي ډلو ترمنځ وي، نه دا چې یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي) پیلوي.

د طالبانو د دریځ مطابق امریکا له دغې ډلې سره د سولې اوږدې خبرې‌اترې وکړې او له نږدې یو نیم کال خبرو اترو وروسته دواړو لوریو د سولې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او له دې وروسته به د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد نه کارول کېږي.

له امریکا سره د سولې د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته تر یوې اوونۍ د جګړو میدانونه ساړه وو او تاوتریخوالی د پام وړ راکم شو. له همدې کبله له افغانانو سره تمې پیدا شوې، چې جګړه ورو ورو په ختمېدو ده، بین‌الافغاني خبرې به پیل او افغانان به یوې پایدارې سولې ته ورسېږي؛ خو د وخت په تېرېدو داسې کوم څه نه ترسترګو کېږي. داسې ښکاري چې طالبان لا هم افغان حکومت، منحیث حکومت نه مني او دا هغه ټکی دی چې د سولې په خبرو کې یې خنډ رامنځه کړی دی.

دغه راز پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو وروستي خونړي بریدونه او د جګړې پر میدان د دوی د تمرکز زیاتوالی، هم هغه څه دي چې ښیي، طالبان غواړي پر افغان حکومت او نړیوالو باندې فشار راوړي او ځان د جګړې په ډګر کې هم برلاسی ګڼي.

پایله

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې شخړې او جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ یوازې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل شوې دي؛ د بېلګې په ډول د ویتنام جګړه د پاريس د سولې تړون په نتيجه کې پای ته ورسېده. تازه بېلګه یې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې یادولی شو، چې په پایله کې یې د سولې تړون لاسلیک شو. دا چې د افغان جګړې د بهرني لوري سره د سولې تړون شوی، نو په اوس مهال کې اړتیا ده چې د بین الافغاني خبرو له لارې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هم حل‌لاره پیدا شي.

طالبانو تر دې دمه د بین‌الافغاني خبرو په برخه کې له سیاسي ډلو سره خبرو ته ډېر اهمیت ورکړی؛ خو که له طالب سره د بین‌الافغاني خبرو په برخه کې افغان حکومت ځای ونه لري، له سیاسي ډلو سره د دوی خبرې که څومره هم مثبتي وي، د جګړې د پای ته رسېدو په مانا نه دي؛ ځکه د روانې جګړې یو مهم لوری د نظام او درې لکه پوځ درلودونکی افغان حکومت دی، چې د طالب پر وړاندې جګړه کوي؛ خو که چېرې په بین‌الافغاني خبرو کې افغان حکومت ښکېل وي، له شک پرته د جګړې او تاوتریخوالي پر کموالي اغېز لرلی شي.

په ټوله کې باید ووایو چې د امریکا وتل یو پړاو دی او دغه پړاو به بالاخره ترسره شي؛ خو پوښتنه داده چې آیا د امریکا په وتلو سره به افغان جګړه پای ته ورسېږي؟ تېرو تجربو او اوسنیو حالاتو ته په کتو سره داسې انګېرل کېږي چې افغان جګړه یوازې د امریکا په وتلو او پاتې کېدو پورې تړاو نه لري، بلکې دلته بحث د افغانانو ترمنځ د روغې او جوړې او د ترهګرۍ د ملاتړو سرچینو د وچولو دی. دغه روغه جوړه په طالب او افغان حکومت پورې اړه لري ځکه د امریکا له وتلو وروسته راتلونکي حالات باید داسې کنټرول شي چې د سولې مسیر و ټاکي. د امریکا له وتلو وروسته تر ټولو مهم بحث د ښکېلو لوریو د ګټو د خوندي کولو پړاو دی او که په دې پړاو کې ښکېل لوري له فکر او رښتینولۍ څخه کار وانخلي د قدرت د تشې له رامنځته کېدو سره به هېواد یو بل بحران ته دننه شي.

Previous Post

ويټامین (A) او د سترګو لپاره یې ګټې!

Next Post

غندنه نه، ساتنه پکار ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

غندنه نه، ساتنه پکار ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې په اړه د چين او افغانستان درېيمه غونډه تر سره شوه

اپریل 18, 2024
سټولټنبرګ: د ناټو غړي هېوادونه دې له اوکراین نظامي ملاتړ ډېر کړي

سټولټنبرګ: د ناټو غړي هېوادونه دې له اوکراین نظامي ملاتړ ډېر کړي

نوومبر 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved